ښکلا يانې؟!
لیکنه: محب الرحمن مالیار
د ذوق او خيال قوتونو هم د ښکلا سرحد او پولې پاى نه دى موندلى يا په بله وېنا ښکلا سرحد نه پيژني ، هرڅوک په خپل وجود کې فطرتآ ښکلا احساسوي يا که ووايم چې ښکلا نه ليدل کيږي مونږ يې د ادراکي ځواک پر مټ حس کوو ، طبعآ فکرونه ،عقايد ،عمر، شرايط او تفاوتونه شته همدغه پديدو ته په کتو هرچاته د ښکلا پديده متفاوته ده زه بلکل د استاذ غضنفر دعوه يو څه په حقه بولم چې هغه خپل کتاب څراغ کې وايي :افريقا کې افريقايي د عيسوي مذهب پېروان د بي بي مريم د مجسمې جوړولو لپاره تر ټولو تورې تيږي پسې ګرځي هغوې په تک تور رنګ کې ښکلا پلټي چې دغه ليدلورى په سپين پوستو عيسوي مذهب پېروانو کې برعکس دى .
عمر هم د ښکلا په پديدې خپل اغيز ښېندلى فرضآ د لوبو وسايل ، لوبې ، بايسکيل سره مينه يا هم د موټر سره د مينې غريضې له امله همدغه توکي ماشومانو ته ښکلي و ايسى او هغوې ممکن د ښکلا معيار دخپلو غرايضو په تول وتلي.
اما د بلوغت عمر کې شايد انسان ته رنګونه ، ذوقونه ، څېرې ، جنس او سليقې ښکلي وي او ددوې د ذوق همدغو لوريو ته مېلان او کشش ولري.
ممکن په زړبودن کې انسان ښکلا د ټولنې رويې او برخوردونو کې ولټوي انسان دغه مهال د زوال په ژۍ ولاړ وي دوې په لاسنيوي،احترام، صله رحمي ،مرستې او عاطفې ته اړ وي دوې ته همدا حالتونه پر کېفه او ښکلي وي .
مونږ چې د شرايطو يا حالاتو شننه کوو او پر ښکلا يې د اغيز په څرنګوالي بحث کوو شايد دا دعوه مو هم په حقه وي چې ووايو انسان په لاشعور هم مېېندلى شي يانې دده مينه فزيکې شتون نه لري ده ته داسې خيالات راځي چې دا يې د يو ناليدلي حالت غرق مېېن دى خو معشوقه يې نه ده معلومه د نوموړي خيال ټول کاينات له پښو باسي ، د سيند په شور ، د شپيلۍ په غږ ، د سهار وږمه ، د مرغانو ترنم کې ريتمي موسيقي او داسې نور کېفيات پسې راواخله دې دې برخه کې ماته د کاروان صيب بحث (د ښاپيرۍ ورغوى ) د کتاب په سريزه کې واقعآ جالبه ده چې دى عارفانه تجاهل کوي وايي :((چې زما د شعر زرينه ملکه ورکه ده ، زه ورپسې لالهانده او سرګردانه ګرځم زما همزولې ښاپيرۍ راته وايي چې ستا ملکه ما ليدلې ما هم د خپل د خيال او شعر د ښاپيرۍ لمن رانيولې دخيال او ښکلا په ډيرو جزيرو يې وګرځولم لامې خپله ملکه نه ده موندلې تر هرې پلټنې وروسته زما همزولې ښاپېرۍ کټ کټ وخاندي او د يو نوي پړاو بلنه راکوي کله کله مې شک پيدا شي چې هسې نه زما ملکه زما د همزولې ښاپېرۍ په ورغوي کې وي .))
کاروان صيب په ورکې معشوقې مېېن دى او زما په اند چې دده ورکه معشوقه د طبيعت ښکلاګانې دي دى په همدې سريزه کې د خپل پر شاعرانه مزاج غږېدلى او د ماشومتوب د نړۍ يو خاطره يې هم راوړې، دى وايي په خونه کې يې مور ورته ټال جوړ کړى و ده به چې کله ټال کې زانګل نو له کړکۍ به يې مخامخ غرونو ته پام شو چې غرونه هم زانګي ، يوه ورځ اسمان وريځ و په غرونو د بوټۍ ټال راښکاره شو نو دغه مهال کاروان صيب وايي چې ما ټال کې زانګل نو فکر مې کاوه چې دغه د بوټۍ ټال به د غرونو ټال دى چې غرونه په کې زانګي .
ماشومتوب ته مې شاعرانه مزاج او تخېل کډه را وکړه .
اپلاتون ښکلا په هکله هم وايي چې ښکلا هر ځاى کې شته خو د درک لپاره يې خپل معيار وي .
د شلمې پېړۍ لوې اروا پوه کرل ګوستوينګ بيا د ښکلا لپاره معيار د جنس حسن بللى هغه وايي :
ښکلا هم د عاشق په سترګو کې ده هم د معشوقې په حسن کې .
زما شخصي اند دادى چې زه هم د اپلاتون نظريې ته ترجيح ورکوم هغه ويلي چې د ښکلا لپاره د هرچا درک جلا دى دا بلکل ثابته خبره ده ، چې چاته به طبيعت ښکلى وي ، څوک به د چا په حسن مېېن وي ، څوک به په ظريفو هنرونو مېېن وي د همدې هنرو په تابلوګانو کې به ښايستونه لټوي .
د چا شعر او ذوق به د موسيقۍ په ريتمي غږ تخنيږي ، چاته به د اوبو شور يو خوندور کيف وي څوک به په رنګونو کې ښکلاوې لټوي ، څوک به په خپل کلتور او لباس کې ښايستونه ګوري .
ښکلا د هر چا او هرې سيمي د شرايطو سره متفاوته تعبيريږي