امرالله صالح وایي، ولس ته به د پاکستاني ماینونو په اړه وضاحت ورکړو.

امرالله صالح وایي، ولس ته به د پاکستاني ماینونو په اړه وضاحت ورکړو.


  • 3 کاله دمخه (02/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1142

 

 

هرکال د پاکستان له لوري طالب وسله والو زرګونه کړۍ ماینونه ورکول کیږي.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، ولس سره به د هغو بمونو په اړه معلومات شریک کړي، چې هر کال د پاکستان دولت له لوري طالبانو ته ورکول کیږي.

دی وایي، پولیسو د کابل په موسهي ولسوالۍ کې هغه ماینونه نیولي، چې پاکستانۍ الې پکې کارول شوي.صالح وایي دا داسې کړۍ دي، چې په ازاد بازار کې نه موندل کیږي او دکاریدو په صورت کې یې باید له پاکستان هیواد اجازه واخیستل شي.

صالح دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې لاهم ګڼ شمیر افغانان په هیواد کې د روانې جګړې اصلي عامل پاکستان یادوي