افغان کرکټ بورډ د ایرلېنډ پر وړاندې درې یو ورځينو سیالیو ته د لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

افغان کرکټ بورډ د ایرلېنډ پر وړاندې درې یو ورځينو سیالیو ته د لوبډلې نوملړ اعلان کړ.


  • 3 اونۍ دمخه (02/01/2021)
  • خالد سهار
  • 128

د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلېنډ سره د ۳ نړیوالو یو ورځنیو لوبو د ترسراوي په موخه خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

 

کرکټ بورډ د اضغر افغان په لوبډل مشرۍ، رحمت شاه، نوین الحق، حشمت الله شاهدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عظمت الله عمرزی، رحمان الله ګربز، سید احمد شېرزاد، نجیب الله ځدراڼ، جاوېد احمدي، راشد خان، محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن او شرف الدین اشرف د یادو لوبو لپاره اعلان کړي دي.

 

د یادولو ده، چې د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ د روانې جنوري مياشتې په ١٨مه نېټه پيلېږي.