تسنیم صیب خدای بښلی چې وفات شو، نو ځینو ملګرو مشوره وکړله چې کُلیات یې باید چاپ شي، حتی دا ژمنه هم وشوه چې هر یو ملګری به یوه اندازه پیسې اچوي او بیا به د کتاب ټولې پیسې د تسنیم صیب کورنۍ ته لېږل کېږي. ما د یوه ملګري په وسیله د تسنیم صیب له کورنۍ د مرحوم ټوله شاعري ترلاسه کړه او کار مې پرې پیل کړ.
کله چې کتاب کمپوز او ترتیب شو، نو دوو ملګرو ته مې د پروف لیدلو لپاره ولېږه، تر څو میاشتو یې هېڅ احوال رانغی او بالاخره زه مجبور شوم چې د ټول کتاب اېډېټ او پروف پخپله وکړم.
دا مې هم ختم کړل او کتاب د چاپ مرحلې ته تیار شو، خو کومو ملګرو چې ژمنې کړې وې، یو هم معلوم نه شو. ما له خپلو دوو نورو ملګرو چې نه شاعران دي او نه لیکوالان یو څه پیسې را واخیستې او نورې مې ورسره خپلې کړې او د نعمت صدیقي په مرسته مو (د ریاض تسنیم کُلیات) چاپ کړل.
کتاب مې پخپله ځکه خپور کړ چې که خپرندویه ټولنې ته مو ورکولای، نو دا شرط یې نه مانه چې د تسنیم کورنۍ ته به پیسې ورکوي.
موږ ټول کتاب د آسانه وېش لپاره کلاسیک خپرندویه ټولنې سره کېښود او د نعمت صدیقي دې کور ودان وي چې بې له کومې مادي ګټې يې کتاب د تقاضا سره سم بازار ته وویست. کوم دوستان چې د کتاب په کاروبار کې بلد وي، پوهېږي چې د کتاب پيسې راټولول څومره سخت دي.
د لا وضاحت لپاره مو په کتاب کې ولیکل چې د دې کتاب پیسې به موږ د تسنیم کورنۍ ته ورکوو.
موږ خو په تمه وو چې د تسنیم د دوستۍ دعوه دار به لږ تر لږه یو کتاب د ځان او یو د بل ملګري لپاره په پيسو واخلي، ځینې نور به کتاب ته غونډه ونیسي او په سوشل میډيا کې به ورته کمپاین وکړي چې دا کار سر ته ورسېږي، خو دې خلکو نه خپله کتاب واخیست، نه یې ولوست، نه یې ورته غونډه ونیوله او نه یې چېرته په فېسبوک پوسټ وکړ. (یوازینۍ غونډه حیات روغاني او د باچا خان مرکز ملګرو کړې ده.)
اپوټه یې په موږ پسې تبلیغات شروع کړل چې موږ ګني د تسنیم د بچو پیسو ته سترګې خړې کړي او د کتاب په پيسو لګیا یوو عیش و نوش کوو.
زه به یې نوم نه اخلم، خو یو کس سره چې کتاب میاشتې د پروف لیدلو لپاره پروت او آخر یې هم پروف ونه لیده، کتاب همداسې چاپ شو، هغه ما پسې پوسټ کړی چې یاد د تسنیم د بچو پیسې خوړلي دي!
ما چې څه کړي وو، د ریا لپاره مې نه وو کړي، د نهایت اخلاص نه مې کړي وو، خو د دې ملګرو لنډپارۍ او تنګ نظرۍ مجبور کړم چې دا خبرې هم نن ولیکم.
ما تراوسه د خپلو کتابونو پیسې له چا نه دي غوښتي او چا چې څه راکړي، پخپله مې نه دي مصرف کړي، بلکې د ځینو ځوانانو د پوهنتونونو فیسونو ته مې ویستلې دي. څوک چې د خپل کتاب پیسې ته په تمه نه وي، هغه به د دوو یتیمو ماشومانو پيسې ته څه په تمه وي؟!
ما په ډېر ویاړ د تسنیم کتاب چاپ کړی، په لوړ سر او جګو سترګو هر ځای کې حساب ورکولو ته حاضر یم او دا د تسنیم تش په خوله ملګري هم چېلنج کوم، اوس هم که تکړه یئ، راشئ یو کتاب ځان ته په نغدو واخلئ او یو خپل بل ملګري ته!
د شبانه دوران، ذبیح شفق، سپین سهار، انور خان لالا، حیات روغاني صیب او نورو دوستانو مننه کوم چې د کتاب په چاپ، خپرولو او تشهیر په برخه کې یې خپل اخلاص وکړ.
د نعمت صدیقي او قیصر افریدي مننه چې د کتاب لومړی قسط (اویا زره روپۍ) یې د تسنیم کورنۍ ته ولېږلې او (دېرش زره) نورې به زر ور واستوي. موږ په خپل لوظ ولاړ یوو!