عطا محمد نور وایي، د ولسمشر د ټیلفوني خبرو غوښتنه یې رد کړې.

عطا محمد نور وایي، د ولسمشر د ټیلفوني خبرو غوښتنه یې رد کړې.


  • 4 کاله دمخه (02/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1171

عطا محمد نور وایي، د ولسمشر غني د ټیلفوني خبرو غوښتنه یې نه ده منلې.

د بلخ پخوان والي، عطا محمد نور وایي،چې ولسمشر غني غوښتل نن ورسره د عامې روغتیا وزارت کې د رامنځته شوو ستونزو په تړاو ټلیفوني خبرې وکړي، چې د ده له لوري یې غوښتنه رد شوې.نوموړی ټینګار کوي، چې د عامې روغتیا وزارت په تړاو هر ډول خبرو لپاره شرط، دې وزارت ته د ګوښه شوي وزیر بېرته وګرځېدل دي.

تېره ورځ د روغتیا  وزیر جواد عثماني په داسې حال کې له دندې ګوښه شو،چې خپله وزیر ویل، چې لا یې هم استعفا نه ده کړې.

ارګ بیا نن سهار ویلي وه، چې د روغتیا وزارت لپاره به نوی سرپرست وزیر وټاکي او په دې تړاو نور بحث ته ضرورت نه ویني.