ولسمشر غني وایي، د معارف برخه پراخو بدلونونو ته اړتیا لري.

ولسمشر غني وایي، د معارف برخه پراخو بدلونونو ته اړتیا لري.


  • 3 کاله دمخه (03/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 988

ولسمشر غني وایي، د ښوونځیو اوسنی نصاب پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري.

ولسمشر غني د پوهنې وزارت له سر پرستې وزیرې رنګینې حمیدي سره په لیدنه کې، د هیواد په اوسني ښوونیز نصاب کې د بدلونونو خبره کړي. ولسمشر غني ویلي،په اوسني نصاب کې پراخو بدلونونو ته اړتیا ده او باید په دغه برخه کې مسلکي او په کار پوه کسان وګمارل شي. غني ویلي، چې په تعلیمي نصاب کې ورته د هیچا مداخله د منلو وړ نه ده، نوموړي د پوهنې وزارت سپرستې وزیرې ته سپارښتنه کړې، چې په تعلیمي برخه کې چټک بدلونونه راولي، تر څو د معارف برخه معیاري شي، او ټولنیز علوم باید اسلام او د افغانستان فرهنګ ته په پام تیار کړل شي.

غني د معارف برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه په داسې حال کې کوي، چې لاهم د افغانستان په ګڼ شمیر ښوونځیو کې د کتاب او معلم ستونزې هم نه دي حل شوي.