کاپیسا کې چاودنې ۵ تنه وژلي او ۹ ټپیان دي

کاپیسا کې چاودنې ۵ تنه وژلي او ۹ ټپیان دي


  • 3 کاله دمخه (03/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 983

د کاپیسا ولایت د عالمانو شورا د رییس پر موټر د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول او د عالمانو د شورا د رییس په ګډون ۹ نور ټپيان شول.

د کاپیسا امنیتي مسوولین وايي دغه چاودنه نن شاوخوا ۲ بجې د محمود راقي ښار اړوند صیاد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې د کاپیسا د عالمانو شورا د رییس میرویس کریمي موټر له کابل څخه کاپیسا ته روان وو.

مسوولین وایي په دغه چاودنه کې ۵ ملکي وګړي وژل شوي او د کریمي په ګډون ۹ نور ټپيان شوي.

ددغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.