کابل، هرات او بلخ کې د ۴ قاچاق کوونکو نیول

کابل، هرات او بلخ کې د ۴ قاچاق کوونکو نیول


  • 3 کاله دمخه (03/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1095

کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې په کابل او هرات ولایتونو کې یې یو تن د نشه کوونکو یا ټابلیټ کا او درې تنه نور د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي.

خبرپاڼه زیاتوي له نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د بیلابیلو عملیاتو په ترڅ کې یو تن د ټابلیټ کا او درې تنه د نشه يي توکو د پلور په تور نیولي چې د یادو کسانو له ډلې یو تن د کابل په دولسمه حوزه کې له ۱۴۲۵ دانې ټابلیټونو سره نیول شوی.

دغه راز درې تنه نور بیا په کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د نشه یي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.