د انسانپالنې په اړه د اپلاتون یو نظر او زما تبصره:


  • 3 کاله دمخه (05/01/2021)
  • سید اصغر هاشمي
  • 1440

اپلاتون:

۱. ټول انسانان یوازې ښېګڼې غواړي، یو انسان هم بدي نه غواړي. بد کول یانې د هغو کارونو کول چې شر او بد منځ ته راوړي. کله چې انسان بد کوي، نه غواړي چې بد وکړي.

۲. ټول انسانان ښه او ښې کړنې غواړي. که چېرې انسانان وغواړي ښه منځ ته راوړلی شي. فضیلت د ښو په مانا دی. فضیلت پوهه ده او د پوهېدلو مانا دا ده چې څه شي ښه دي.

۳. د هر فضیلت موخه د ښو کول دي، په ځانګړي شرایطو کې. ټول انسانان ښېګڼې او ښه کول غواړي. که چېرې ښېګڼو ته ونه رسېږي، لامل به یې دا وي، چې څه ښه دي. انسان هغه وخت غواړي ښه وکړي چې پوه شي ښه څه دي، ټولنې ښېګڼې له یو شي سره اړیکې لري.) 

(ماخذ ـ سوکرات او اپلاتون، خشایار دیهیمی، ۸۶مخ)

سید اصغر

د انسان داخلي نظام او جوړښت د دې غوښتونکی دی، چې له ده سره ښه وشي، دی ښه وکړي او په راتلونکي کې په ښه نوم یاد شي، خو د ښو لپاره انساني معیارونه سره توپير لري، داسې کسان هم شته، چې بدو کارونو ته ښه وايي او بد د ښه په ډول لمانځي او خلک یې هم ستاینه کوي. د بدو او ښو پېژندل او سم تحلیل یې پیاوړې علمي ټولنه غواړي. د اپلاتون له نظره چې ښه ښه دي، ښه کارونه ښه زېږوي، ښه فکر نوي افکار پیدا کوي او د انساني ژوند د ښه کېدو لامل ګرځي، خو کله کله سایکالوژیکي، فرهنګي، بیولوژیکي او داسې نور جبرونه په انسان ځینې داسې شیان وتپي، چې ډېر بد کارونه ورته ښه ښکاري او د ښو کارونو په تر سره کولو کې مستقل حاکمیت نه لري.

فروید د لاشعور یادونه کوي، کارل ګوستاو یونک ټولنیز لاشعور یادوي، ډېر لاشعوري او ټولنیزې لاشعوري موضوعګانې د انسان په داخلي نړۍ کې ذخیره شوي وي، د ده په ارادي او شعوري اعمالو کې لاسوهنه کوي، د ده اراده له لاسه ځي او ډېر ارادي کارونه د ده په خوښه نه وي، یو بل محرک وي، چې د ده په کارونو کې مداخله کوي. په داسې مواردو کې انسان ملامت نه وي.

اپلاتون وايي، چې انسان باید بد ونه کړي، خو د دې خبرې یادونه نه کوي، چې هر بد له کومه کېږي؟ د انسان اراده په بدو کړنو کې څومره ده؟ دی بد په خپله اراده کوي او که دی مجبور دی؟ ده ته بد بد ښکاري او که ښه ښکاري؟ که دې ته بد ښه ښکاري، لاملونه یې څه دي؟ دا ټولې خبرې د عمل او عکس العمل او یا هم علت او معلول پر بنیاد څېړنې ته اړتیا لري.

د اپلاتون بل نظر داسی دی، چې هر انسان دا توانايي لري، چې ښه وکړي او ښه منځته راوړي، خو د دې یادونه نه کوي، چې که چیرې په انسان جبراً ځینې خبرې وتپل شي. د ده واک له منځه ځي. د بېلګې په ډول د کروموزومونو په زیاتوالي او کموالي کیدای شي، د یو انسان عادتونه توپير وکړي. د سایکالوژۍ له نظره د ډېرو ظالمو انسانانو یو لامل د کروموزومونو ګډوډي کېدای شي، نو په داسې مواردو کې واک او اختیار د انسان له لاسه ځي، دی نشي کولای چې ښه وکړي. بل بحث په پورته متن کې دا دی چې (فضیلت پوهه ده)، کومه پوهه، ایا پوهه یوازې ښوونه ده او که روزنه هم ورسره ده. ښوونه تر هغې وخت پورې ارزښت نه پیدا کوي، چې عملي جنبه پیدا نه کړي او روزنیزه خوا یې پیاوړې نه شي. که فضیلت د پوهې په مانا وي او د پوهیدلو مانا دا وي، چې څه شی ښه دي، نو ډېرو کسانو ته بد ښه ښکاري او د ده په نړۍ کې بد ښه او د نورو له نظره ښه ده ته بد دي.