دا هوايي دهلېز بیا څه مانا؟؟

دا هوايي دهلېز بیا څه مانا؟؟


  • 4 کاله دمخه (05/01/2021)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 1282

دهلېز د انکرېزي ژبې د ( corridor) ژباړه ده چې د دالان یا همدې دهلېز مانا ورکوي.یانې د دوو دېوالونو یا موانعو تر منځ پرتې سیمې ته دهلېز یا کوریدور وایي. له اصطلاحي پلوه له پیل یا ابتدا څخه بیا تر مقصده پورې د لارې هغه مسیر دی چې تر ډېره بریده د سوداګریزو مقصدونو لپاره کارول کېږي.دا ډول لارې یا دهلېزونه هم د هېواد په داخل کې وي ، هم د هېوادونو تر منځ او هم په نړیواله کچه. غوره مثال یې د ورېښمو لویه لار وه چې ګڼې سیمې او هېوادونه یې سره نښلول.دې ډول کورېدورو کې عام سړکونه، لویې لارې، اورپټلۍ او نورې مواصلاتي لارې ټولې شاملېږي.

د کورېدور اصطلاح معمولاً د ځمکې پرمخ د فزیکي موانعو تر منځ د یو فاصل خط لپاره کارول کېږي ، خو د فضا ، خلا یا هوا لپاره ځکه منطقي نه برېښي چې هلته داسې فزیکي موانع یا دېوالونه نه شته ، چې یوه حایله سیمه دې رامنځته کړي.البته هر هېواد خپل هوايي حریمونه لري چې حدود یې معلوم دي.د امنیتي دلایلو له کبله د نورو هېوادونو الوتکو ته د یو مشخص مسیر له لارې د تک راتګ اجازه ورکوي.خو د هوايي دهلېزونو اوسنۍ اصطلاح ځکه ډېره معقوله نه برېښي چې دا اصطلاح دلته له سیاسي دروغو سره تړلې ده.د ساري په توګه چین ته د هوايي دهلېزو له لارې جلغوزي ولېږدول شول ، ترکیې او اروپا سره نوي هوايي دهلېزونه پرانیستل شول!! ایا ترکیې ، هند ، چین ، روسیې ، اروپا او نورو هېوادونو سره موږ پخوا د هوایي ترانسپورت له لارې صادرات نه درلودل؟؟ایا د افغانستان وچه مېوه ، غالۍ او نور تولیدات د هوا له لارې هلته نه صادرېدل؟ هغه وخت کې د هوایي دهلېز اصطلاح چېرته وه؟ همدا الوتکې وې او همدا هوا او فضاً وه ، او اوس هم ده ، نو دا هوايي دهلېز بیا په کې له کومه شو؟ که څوک ووايي چې چین ته د هوايي ترانسپورت له لارې افغاني مېوه ولېږدول شوه او یا که ووايي چې د هوايي دهلېز له لارې مېوه ولېږدول شوه ، نو په مېوه ، الوتکه ، هوا او فضا کې به څه توپیر رامنځته شي؟؟ خبره دا ده چې دلته کاذب سیاستوال غواړي د دروغجنو الفاظو له لارې یوې ثابتې محتوا ته یو بل رنک ورکړي او په دې ډول د خلکو ذهن مصروف کړي.درباري غوړه مالان او کرايي لیکوالان بیا څو موده ولس پر دې بوخت وساتي چې دغه دی له خیره سره بنده فضا خلاصه شوه او اوس به نو وطن له خیره سره شړشم شي! څوک شته چې له دوی څخه وپوښتي چې دهلېز خو سړی بندولای هم شي خو دا هوايي دهلېز به څنګه بندېږي؟

نو تر څو چې دا ساده او سپین زړی ولس وي نو همداسې چالاکه او کاذب ساستوال به یې تېرباسي ، هغوی به دوی ته د ساده ګانو او دوی به هغوی ته د هوښیارانو په نظر ګوري او حالات به همداسې روان وي...