د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له قطر هیواد سره د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین او مصر د سیاسي کړکېچ د پای ته رسېدو او د سوله ییزو اړیکو د بیا پیل هرکلی کړی.
د بهرنیو چارو وزارت پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې.د افغانستان اسلامي جمهوری دولت په روانو حالاتو کې د تروریزم سره د مبارزې او ګډې مبارزې د پای ته رسولو لپاره د اسلامي هیوادونو پيوستون او یووالی په پام کې لري او د خبرو اترو او سوله ایزو لارو له لارې د اسلامي هیوادونو تر منځ د اختلافاتو په ختمیدو ټینګار کوي.
د قطر او سعودي د روغې جوړې خبر په داسې حال کې ورکول کیږي، چې تازه د افغان حکومت او طالب ډلې مرکچي پلاوی، د قطر پلازمېنې دوحې کې د دوهم پړاو خبرو لپاره سره راټول دي.