د دولتي کارکوونکو د معاشونو د توازن طرحه تایید شوه

د دولتي کارکوونکو د معاشونو د توازن طرحه تایید شوه


  • 3 کاله دمخه (06/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1104

د ولسي جرګې غړو هغه طرحه په اکثریت رایو سره تایید کړه چې له مخې به یې د ښوونکو، مامورینو، اجیرانو او سرتیرو معاشونه له ۹۱ او ۹۲ کوډونو څخه د نورو لوړپوړو دولتي چارواکو د معاشونو په څیر د رتبې په اساس لوړ شي او مالي کمیسیون ته یې دنده وسپاره چې د ټولنیز عدالت د رامنځته کیدو لپاره دې دغه پریکړه د مالي کال د بودیجې په سند کې ور زیاته کړي.

ولسي جرګې خبرداری ورکړ تر څو چې ټولو ولایتونو لپاره بودیجه کې توازن په پام کې ونه نیول شي د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه به تایید نه کړي.

د ولسي جرګې غړو دغه راز وویل تر څو چې د بودیجې طرحه تایید او نهایي نه شي په ژمنیو رخصتیو هم نه ځي او په وینا یې حکومت غواړي په وروستیو ورځو کې ولسي جرګې ته د بودیجې طرحه ولیږي څو په بیړه یې په اړه پریکړه وشي.

د ۱۴۰۰ مال کې لپاره ۴۵۲ میلیارده افغانۍ بودیجه په پام کې نیول شوې چې ۲۹۵ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۵۶ میلیارده افغانۍ یې پراختیايي بودیجه ده.