کابل کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت امنیتي کمرو لګول

کابل کې د سل میلیونه ډالرو په ارزښت امنیتي کمرو لګول


  • 3 کاله دمخه (06/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1430

د ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح وایي ټاکل شوې په کابل ښار کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت امنیتي کمرې ولګول شوي چې په وینا یې لګښت یې د پریکنده ملاتړ ماموریت له خوا ورکول کیږي.

صالح وایي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې هم کابل ښار کې امنیتي کمرې لګول شوې وې خو د تکنالوژۍ له پرمختګ سره اوس اړتیا ده چې نورې کمرې ولګول شي څو کابل ښار د ترهګرو د فعالیتونو پر وړاندې تنګه ساحه شي.

صالح ۷۱ ورځې مخکې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت مسوولیت پر غاړه اخیستی وو چې تر اوسه یې ۷۱ غونډې کړي خو له دې ټولو سره سره په کابل ښار کې د جرمونو کچه لوړه شوې او په تیرو ۶۰ ورځو کې هره ورځ ۶ جرمي پیښې رامنځته کیږي.