د کابل بریښنا پرچاوي او نا عادلانه ویش

د کابل بریښنا پرچاوي او نا عادلانه ویش


  • 3 کاله دمخه (06/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1227

د بریښنا شرکت مسوولین وایي افغانستان ته د ازبکستان د بریښنا پریکدو لامل د یاد هیواد د بریښنا په یو مرکز کې تخنیکي ستونزه ده چې هڅه کیږي ژر تر ژره حل شي.

د بریښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي وایي افغانستان په طبیعي حالت کې ۴۵۰ میګاواټه بریښنا له ازبکستان څخه واردوي خو په وروستیو میاشتو کې تاشکند کابل ته د بریښنا کچه د کورنیو اړتیاو له امله ۱۵۰ میګاواټه کمه کړې ده.

په همدې حال کې کابل ښاریان وايي چې د بریښنا د پرچاوۍ پر مهال د بریښنا د ویش برخه کې له خلکو سره دوه ګونی چلند کیږي او بریښنا لوړپوړو چارواکو ته ځانګړې کیږي.

خو توحیدي وایي په کور دننه تولیدي بریښنا روغتونونو، امنیتي ادارو او مهمو برخو ته چې په لومړۍ کرښه کې دي ویشل کیږي.

د رپوټونو له مخې افغانستان خپله ۷۷ سلنه بريښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران څخه برابروي خو دمګړۍ افغانستان د شاوخوا ۲۰۰ میګاواټه بریښنا د تولید ظرفیت لري چې په وینا یې د دوي اړتیا ۷ زره میګاواټه بریښنا ده.