ناټو روان کال له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو پرېکړه کوي.
د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ وایي، ۲۰۲۱ز کال د ناټو لپاره سخت کال دی. دی وایي، راتلونکې میاشت د ناټو ددفاع وزیران یوه غونډه کوي او په هغې کې به د افغانستان په اړه پریکړه وشي، چې د ناټو ځواکونه باید په دغه هیواد کې پاتې شي که نه.
سټولنټبرګ د افغانستان اوسني وضیعت ته په اشارې ویلي، چې دا باید ومنو چې د ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدلیدای شي.
ینس سټولټنبرګ ویلي، په دوحه کې د افغانانو ترمنځ د خبرو بیا پیل، هیله بښونکی دی او ښایي، د ناټو د فوځیانو وتل هم د دوحې د خبرو په پرمختګ پورې تړلي وي.