ارزګان کې د یوه برید په ترڅ کې ۱۰ د افغان امنیتي ځواکونو او ۱۱ د وسله والو طالبانو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ارزګان کې د یوه برید په ترڅ کې ۱۰ د افغان امنیتي ځواکونو او ۱۱ د وسله والو طالبانو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 3 کاله دمخه (07/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1219

د اوزګان ولایت سیمه ییز مسؤولین وایي، چې په دې ولایت کې تېره شپه وسله والو طالبانو د امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو موټر بم برید کړی، چې له امله یې ۱۰ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

د دغه ولایت والي محمد عمر شېرزاد وایي، چې وسله والو طالبانو د ترینکوټ ولسوالۍ د صوفیانو په سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو پر دوو پوستو موټر بم او ډله ییز برید کړی، چې له کبله یې ۵ افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند د لاسه ورکړی او ۵ نور ټپي شوي دي.

 

دغه راز والي زیاتوي، چې امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې د وسله والو د ډلې ۱۱ غړي وژل شوي دي.