لوګر کې ۲۴۰ تنه په فني زده کړو سمبال شول

لوګر کې ۲۴۰ تنه په فني زده کړو سمبال شول


  • 4 کاله دمخه (07/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1015

لوګر کې د کار او ټولنيزو چارو رياست د فني او حرفوي زده کړو له مرکز څخه ۲۴۰ تنو زده کوونکو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.

دغو زده کوونکو ته چې ۱۵۰ هغه یې نارينه او ۹۰ تنه یې ښځینه وې د مبايل جوړونې، بریښنا، ترکاڼۍ، موټر انجن جوړونې او فلز کارۍ او ښځینو ته د لبنیاتو د پروسس، خیاطۍ او ګلدوزۍ په برخو کې زده کړې ورکړل شوي.

په همدې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنيزو چارو رئيس شاه محمد ولي زوى د کسب او مهارت وده د ټولنې د پرمختګ لامل ياد کړ او همدا راز يې په يادو زده کوونکو غږ وکړ چې له کړو زده کړو څخه عملاً ګټه پورته کړي او د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه لاسته راوړي.

نوموړي د راتلونکي کال لپاره د مرکز پل علم تر څنګ په خوښۍ او محمدآغې ولسواليو کې هم د فني او حرفوي زده کړو د مرکزونو د پرانيستلو ژمنه وکړه.