د چنایي جاسوسانو په اړه د چین بې خبري

د چنایي جاسوسانو په اړه د چین بې خبري


  • 4 کاله دمخه (08/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1240

څو ورځې وړاندې د ملي امنیت رییس احمدضیا سراج د ولسي جرګې ناستې ته د خبرو پر مهال وویل چې د چیني جاسوسانو یوه ډله یې نیولې.

تر دې یوه ورځ وروسته هندوستان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړ چې دغه چنیايي جاسوسان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا بښل شوي او په یوه ځانګړې الوتکه کې چین ته لیږدول شوي دي.

تازه د چین د بهرنیو چارو وزارت د جاسوسۍ په تور له افغانستان څخه د خپلو یو شمېر وګړو پر شړلو بې خبري ښيي او وايي د افغانستان او چین ترمنځ همکاري په دودیز ډول روانه ده.

بل لورته بیا دریو مهمو افغان چارواکو ویلي، دیارلس چینایان چې د ودانیزیزو کارګرو او ترکاڼانو یا نجارانو په توګه یې کار کاوه، کلینیک او نانوايي یې درلودل له افغانستان څخه اېستل شوي دي.

دغو لوړپوړو حکومتي سرچینو دا هم ویلي چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی کابل ته راغلی او د دې کسانو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده او د افغان ولسمشر په ګډون چارواکو ترې غوښتي چې رسمي بښنه وغواړي.