خلیلزاد او  اتمر د افغان سولې په تړاو خبرې کړي

خلیلزاد او اتمر د افغان سولې په تړاو خبرې کړي


  • 3 کاله دمخه (08/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 927

بهرنیو چارو وزارت وایي چې محمد حنیف اتمر او زلمي خلیلزاد تیره شپه د ویډیو کنفرانس له لارې چې په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن هم پکې برخه اخیستې وه د افغان سولې اړوند وروستیو پرمختګونو او ننګونو په اړه خبرې کړي دي.

بهرنیو چارو وزارت وايي دواړو لورو د سولې دوهم پړاو مذاکراتو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ پر زیاتوالي او د دغه بهیر د بریالیتوب په اړه د کابل او واشنګټن د ګډو هڅو په تړاو خبرې کړي

د بهرنیو چارو وزیر په سوله ییز ډول د افغان شخړې د هواري په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو هڅې ستایلې او د افغان سولې بهیر څخه یې د نړیوالې ټولنې پر پراخ ملاتړ ټینګار کړی دی.

دغه راز زلمي خلیلزاد هم د سولې دوهم پړاو خبرو پیلېدو باندې خوښي ښودلې او له دغه بهیر څخه یې د امریکا متحده ایالاتو د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ.

د معلوماتو له مخې ټاکل شوې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ د دویم پړاو خبرې سبا شنبه پیل شي.