په کاپیسا کې د دوو ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په کاپیسا کې د دوو ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.


  • 3 کاله دمخه (09/01/2021)
  • خالد سهار
  • 1251

د پوهنې وزارت وایي، چې په کاپیسا کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له لوري د ۵۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د دوو ښوونځیو نوې جوړې شوې ودانۍ ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

وزارت وایي، چې یادې نوې جوړې شوې ودانۍ د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ لومړۍ حصې د قلعه میر پفدم د نجونو او د نجراب ولسوالۍ د زکریا خېل د هلکانو د ښوونځیو نوې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.

 

دغه نوې جوړې شوې ودانۍ د دې ولایت د ګڼ شمېر چارواکو په حضور کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.

 

د یادولو ده، چې له دغو نویو ودانیو سره په دې ولایت کې په سلګونو تنو زده کوونکو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې شوې.