د یوسف رشید د وژلو په تړاو ۲ تنه نیول شوي

د یوسف رشید د وژلو په تړاو ۲ تنه نیول شوي


  • 3 کاله دمخه (09/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1087

 

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د مشر یوسف رشید د وژلو په تړاو دوه تنه نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې د یوسف رشید د قتل په تړاو دوه تنه نیول شوي او په وینا یې دې قضیه کې نور کسان هم لاس لري او د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

له دې سره د ولسمشر مرستیال امرالله صالح هم د شپږ نیمو بجو غونډه کې ویلي چې نیول شوي کسان د وسله والو طالبانو غړي دي او په وینا یې په لوګر ولایت کې د مسلمیار په مستعار نوم فعالیت کوي.

صالح تمه ښودلې چې نیول شوي کسان تر څیړنو وروسته، د عدلي او قضايي ارګانونو لخوا په اعدام محکوم شي.

یوسف رشید کابل ښار کې د ناڅرګندو وسله والو په ډزو ووژل شو چې پړه یې تر اوسه هم کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.