مصطفى خيبر هم خلک پر ځان وخندول


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • نړۍ اونيزه
  • 1137

چټک غبرګون
نړۍ اونيزه/ننګرهار

يادونه: نړۍ اونيزه د بيان د ازادۍ اصل ته په پام سره د دواړو لورو نظرونو ته درناوى لري. نړۍ که د چټک غبرګون د ليکنې په اړه د ښاغلي خيبر کومه ځوابيه ليکنه تر لاسه کړي، نو په ورين تندي يې د چاپولو ژمنه کوي، خو له دواړو ښاغلو څخه د قلم او کلام د عفت ساتنې هيله منه ده. مننه

د نړۍ په تېره ګڼه کې مې له ننګرهاري چارواکو او په ځانګړي ډول له والي شېرزي څخه د ژونالېستانو (!) او د يو شمېر خپرونو د چمتو کوونکو د بډې اخيستنې په اړه يوه ليکنه چاپ شوې وه.
په ليکنه کې د لمر ټلوېزيون د (خاندې که دې وخندوم) خپرونې ته هم اشاره شوې وه چې د ننګرهاري چارواکو د ناسمې ستاينې او غوړه مالۍ په سيالۍ کې يې برخه اخيستې ده.
هلته مې ليکلي وو چې ددې خپرونې چلوونکى څوڅو ځله له والي شېرزي نه د هغه د بې ځايه ستاينې او ځلونې لپاره د پيسو اخيستو په موخه ننګرهار ته راغلى او د ښاغلي والي د بې ځايه ستاينې يوه بېلګه مې داسې راوړې وه چې د همدې (خاندې که دې وخندوم) پروګرام په يوه پيسو ځپلې خپرونه کې له ننګرهار سره يوه خيالي مرکه شوې او په مرکه کې په لوى لاس او غوښتي ډول هڅه شوې وه چې ننګرهار د جناب والي صيب په مټ د يو ډېر رغېدلي ولايت په توګه انځور کړي. هغه خپرونه داسې وه چې لومړى په کې د څو پوه کړو ، په خپل تصوير مېنو او د نورو په خولو غږيدونکو ښاغلو داسې ور ښودل شوې خبرې خپرې شوې چې ياده موخه يې پکې تعقيبوله، ورپسې يې له ننګرهار سره خپله خيالي مرکه پيل او په ټوله کې يې ننګرهار، په تېر کلنو کورنيو جګړو کې د يو وران شوي او د والي شېرزي په زيار د بيارغول شوې سيمې په توګه را پېژانده.
ما د خپرونې چلوونکي ته ورپه ياد کړې وه چې د کوم خاطر له مخې دې دا هېر کړي چې په کورنيو   نه ، بلکې د بهرنيو په هېواد دننه جګړه کې زيانمن شوى او وران شوى ننګرهار د څه لپاره تر اوسمهاله د سولې، امن او روغې کور باله شي؟
ما د ګڼو نورو خبرو تر څنګ دا هم ليکلي وو چې پرته له شکه چې ښاغلي شېرزي د پخوانيو جېب ډکوونکو ننګرهار واکمنو په پرتله په ننګرهار کې تر يوې کچې پورې خپله کاري او ورسپارل شوې ژمنه پر ځاى کړې خو په يوه طنزيه او خندوونکې خپرونه کې به د ښاغلي شېرزي ستايل څه مانا ولري؟
ايا دا ددې نه يوازينۍ بلکې د دې په شان د ډېرو نورو ورته رسنيو او خپرونو په اوړو کې د شګو  د شتوالي بېلګه نه شي ګڼل کېداى؟  او آيا...........؟؟؟؟؟؟
نن سهار يو ملګري زنګ راوواهه او راته يې وويل  چې ستا د ليکنې په اړه د مصطفى خيبر په نامه د يو کس ځوابيه ليکنه په نېټ کې خپره شوې ده، خداى شته ما وېل کېداى شي ښاغلي خيبر به د بډې اخيستنې په اړه له ځانه دفاع کړي وي خو کله چې نېټ ته کېناستم او ليکنه مې ولوسته نو د موضوع په اړه د دوه درې جملو پرته نوره ټوله ليکنه هسې له  کنځلو، سپکاوي او چټياتو ډکه وه.
ښاغلى مصطفى خيبر صاحب! خوښ شوم چې په لومړي ځل مې ستا خو يې نشم ګڼلى خو ستا په نوم يوه ليکنه ولوسته.
پوهېږې چې ستا په نوم ليکنه ولې ستا نه شم ګڼلى؟
ته په دې ليکنه کې کله ماشوم شوى يې، کله په خپل عادي حالت (بېسوادۍ) کې پاتې شوى يې او کله کله دې ماشاءالله فلسفې ته ورټوپ کړى دى.
زه به ستا په نامه خپره شوې ليکنه کې داسې بېلګې دروښيم چې له هغو نه ستا ماشومتوب، ستا د بېسوادۍ نابغه توب او ستا د ملګرو فلسفيت په ډاګه ښکاره شي.
عجبه داده چې ليکنه له پيل څخه داسې ښکاري لکه يو په کنځلو  روږدى،  بې ادب  او سپک ماشوم چې د کابل د کومې خامې کوڅې په ګنده ډنډونو کې لوبې کوي خو وروسته د کوم فيلسوف ملګري په لاسنيوي سره د فلسفې په ښيښه اي لاره د خپل منزل لور ته روان شوى وي.
خو خيبر صيب! کله چې دې فيلسوف ملګري لاسنيوى پرېښى نو بيا دې د فلسفې ښيښه اي لاره په خپلو زېړو متيازو داسې لړلې چې پخپله هم په کې ښويئدلى يې او د فلسفې ښيښه اي لاره دې هم زرې ورې کړې ده!!!
خيبر جانه ! کله چې يوه ښيښه اي لاره دانه وانه شي نو تر هر چا ډېر د هماغې لارې  لاروي ته زيان ور  رسوې ځکه چې د ښيښو زرې يې په لاسونو، پښو او د بدن په هر سوري ورننوځي!!!
زه نه غواړم چې په دې ليکنه کې ستا د بډۍ اخيستنې او يا داسې نورو ځان او قوم شرموونکو چارو په اړه څه وليکم، دلته يواځې ستا خپله ليکنه څېړم او ستا په خپله ليکنه کې يواځې هغه ټکى راڅپړم چې ته پرې ډېر خپه شوى يې.
پوه خو شوى ؟ چې څه شى ښيم؟ هغه ستر حقيقت ( ستا بې سوادي) درښيم.
خيبر صيب! بې له شکه چې د ليکنې ځينې برخې ستا په قلم ليکل شوي او خپل عادت دې پکې کړى، لکه کومې خپرونې ته دې چې انانسونه ليکلي وي داسې دې د ليکنې  سر او بېخ هم نه مالومېده، لومړى دې  له نړۍ اونيزې پيل کړې وه او ليکلي دې و (( نه پوهېږم چې په رښتيا هم د نړۍ په نوم کومه اونيزه شته او که دا د کومې خور نوم ده......))
يارو! په دې خو مې درنه ګيله نه کيږي ځکه تا غوندې ماشوم نه خو همداسې تمه په کار ده، او هغه ستا د بادارانو په اصطلاح ((خر  به نمک چې ميفهمد؟)) 
خيبره! راځه چې د همدې ليکنې په اوږدو کې دې ځاى نا ځاى يو شمېر ژبنيو او ليکنيو ناپوهيو ته هم متوجې کړم چې د نړۍ د تېرې ګڼې په ليکنه کې ستا لپاره کارول شوى ټکى (بې سواده) درته بې ځايه ښکاره نشي.
جنابه! د بادرانو په ژبه کې دې دومره مهارت پيدا کړى چې خپله خوږه پښتو درنه غلطه شوې ده، د نړۍ په اړه ليکلې پورتنۍ جمله کې دې (نوم) مذکر ټکى دى او (ده) د مونث لپاره کارول کيږي، تا بايد ( د کومې خور نوم دى) ليکلى و، (د کومې خور نوم ده) څه مانا؟
خو ځه خير په ليکنه کې د داسې ډېرو نورو غلطيو په اړه به ځکه څه نه وايم چې دا ستا لومړى ځل نه دى، ته په خپرونه کې هم نه پښتون معلومېږې او نه فارسيوان ، لکه د نر او ښځې تر منځ چې يو بل مخلوق شته داسې ستا په ژبه هم د پښتو او فارسي ترمنځ  د بلې ژبې (کڼډيباغي) ګومان کيږي.
خيبر صيب! تا جناب په يوه جمله کې شېرزى زما لالا ګڼلى و، که دې خوښه وي همدا خبره به لږه وڅېړو چې شېرزى د چا لالا دى؟
ته د (خاندې که دې وخندوم) د خپرونې د  چمتو کوونکي په توګه، له هغو کسانو څخه يې چې د څو پيسو په بدل کې د شېرزي او هغه ته ورته چارواکو ستاينه خو څه کوې چې په دربار کې يې لاسونه او پښې ور چاپي کوي.
ستا په څېر د ډېرو نورو له دا ډول چارو څخه د ننګرهار ولس ډېر ښه خبر دى خو که د پښو د چاپي کولو د خبرې نه تېر شو او سترګې پرې پټې کړو په دې حقيقت خو هيڅکله سترګې نه پټيږي چې شېرزى د ستا په څېر خلکو هم ماما دى او هم لالا !!
وايي چې د خوريي سترګې د ماما جېب ته وي نو ځکه تاسو د همدې تمې له امله د هغه خوريي حسابېږۍ او هغه ستاسو ماما. او لالا دې په دې دى چې همېشه يې ستايې، د هغه په اړه خيالي مرکې کوې، خلکو ته د هغه د ستاينې په اړه خبرې ورښيې او بيا يې د هغوى د نظرونو په نامه خپروې.
زما په اړه خو د نړۍ ټول لوستونکي خبر دي چې د ښاغلي شېرزي په اړه د کوم فکر او دريځ خاوند يم؟ د نړۍ په بېلا بېلو ګڼو کې مې داسې ليکنې خپرې شوي چې ستا په څېر چاپړوسان يې د لوستلو جرئت هم نشي کولى، ليکل خو يې څه کوې؟
ښه ريښتيا! زما په تېره ليکنه کې خو پر تا باندې مهمه نيوکه ستا د بډې اخيستنې په اړه وه، تا بايد په دې اړه د ځان سپيناوى کړى واى، کنځلو او سپکو سپورو ته څه اړتيا وه؟
ګوره خيبر جانه! اورېدلې به دې وي چې ( ټر په پر نه پټيږي)، ته نو ولې دا هڅه کوې؟
تا د خپل ( ټر ) د پټولو لپاره يواځې يوه ، خو ډېره عجيبه خبره کړې ده، چې سړى ورته له خندا شين پاتې کيږي ، تا ليکلي چې : ((ګرانه دا کومه ټولنه نه ده چې لوړپوړو چارواکو په پيسو باندې چليږي دا رسنې ده.))
ها ها ها، څومره قوي استدلال؟ افرين دې ستا په دې استدلال شي!!! له دې دليل نه دې په ډاګه څرګنديږي چې واقعاً ډېر باسواده يې!!!
بل دې ليکلي چې: ((زه خو بې سواده يم بيا هم په يو رسنې کې دوه خپرونې په مخ بيايم ته له دومره سواد سر بيا هم بې نومه يې...))
خيبرو! تا په يوه رسنۍ کې د دوه خپرونو چلول د خپل نه بېسوادۍ په اړه دليل نيولى،پرته له شکه چې تا ته به هغه دوه خپرونې د (لېسانس) او (ماسټرۍ) له رتبو څخه ډېرې معتبرې ښکاري!!! خو مونږ به دا درته ووايو چې ولس ورته په کومه سترګه ګوري؟ لومړى يې که هر څنګه وي هغه د اکا او شېرزاد صيب له برکته دى، ته بايد په دې اړه پوزه توره نه کړې، زه باور لرم چې که هغه خپرونه تا ته دروسپارل شي نو د (خاندې که دې وخندوم) په څېر به يې له شګو ډک کړې.
محترم استاد مصطفى خيبر صيب! د ليکنې په پاى کې دې خپل جهت ته تغير ورکړى، له چټياتو نه علميت او بيخې فلسفې ته وتى يې خو له بده مرغه چې دوه درې قدمه وروسته داسې ښوئېدلى يې چې ځان خو څه کوې هغه د شاوخوا درسره خلکو د سواد هډوکې دې هم مات کړي دي. تا ليکلي چې : ((نقادان وايي چې شاعر د مکان او زمان تابع وي . که څه هم زه خو شاعر نه يم خو د يې خپرونې جوړول هم لکه د شعر غوندې وي مکان او زمان دواړه لاسونه سره يو کړي او په واند باندې هغه څه وايي چې په هغه ځاي کې وي .))
خيبره! ستا له چټياتو، کنځلو او ماشومانه اوتو بوتو نه ډکې ليکنه کې دې ټکو ته څه اړتيا وه؟ دا به دې حتماً له کوم بل ځاى نه راخيستې وي خو خير ګوره زه دومره اوزګار نه يم چې د څلور کلن ماشوم په څېر دې کېنوم او هر څه درته ټکي په ټکي بيان کړم خو ستا د پوهېدو لپاره دومره مشوره درکوم چې په لمر ټلوېزون کې شېرزاد صيب درسره دى ، هغه ته لږ ورشه او ترې وپوښته چې د شعر او خپرونې جوړول څومره توپير لري؟
ستا په نامه خپره شوې ليکنه کې ستا د ليکوالۍ(!!)  دعوه هم شوې ، ليکنه داسې پيل شوې وه : ((تر ټولو وړاندې په دې خبره پوه نه شوم چې دا ليکنه چا کړې ده د سپرغۍ په ويب پاڼه کې مې وليده عنوان يې داسې وه نړۍ اونيزه...))
ګوره جنابه! زما د ليکنې عنوان (نړۍ اونيزه) نه و، د ليکنې عنوان (خاندې که دې وخندوم خلک پر ځان وخندول ) و ، نړۍ اونيزه يې سرچينه وه، ته جناب ليکوال يې، دوه خپرونې چلوې، ځان درته پروفيسر مربا ښکاري خو تر اوسه د يوې ليکنې عنوان او سرچينه نه پېژنې!!!
شاباس باسواد صيب!!! قانع شوې که نه؟ همدومره بس دي، که نور هم ادامه ورکړم؟
ګوره نابغه صيب! په پاى کې يو ځل بيا د تېر په څېر درنه غواړم چې د خداى (ج)، قران(ک) او خپلې درسپارل شوې سپېڅلې دندې ارزښت ته په درنښت له چارواکو څخه د بډې اخيستنې له ځان شرموونکې چارې لاس واخله، کنه نو پخپل وار د چټک غبرګون  د سختو غبرګونونو د غبرګېدو په تمه اوسه.
اوس دې د ليکنې((!)) پر وړاندې د يو چټک غبرګون په توګه همدومره بس دى، ستا د بادارانو په اصطلاح (( يار زنده، صحبت باقي))