حامد کرزی وایي، مذاکراتي ټیمونه باید پر اوربند هوکړې ته ورسیږي.

حامد کرزی وایي، مذاکراتي ټیمونه باید پر اوربند هوکړې ته ورسیږي.


  • 4 کاله دمخه (10/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1185

حامد کرزی وایي، د افغانانو ستره هیله د جګړې ختمیدل دي

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپل منځي خبرو د بیا پیل هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې اوربند د افغانانو دایمي غوښتنه ده او دواړو لوریو ته پکار ده، ترڅو جګړه بس او یو دایمي اوربند وکړي. کرزي ویلي، دا د مرکچي پلاوو وجیبه ده، چې جګړه ودروي او پر یو دایمي اوربند هوکړې ته ورسیږي. د کرزي له مطبوعاتي دفتره خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په هیواد کې تاوتریخوالی تر بل هر وخت اوج ته رسیدلی او اوس افغان حکومت او طالبانو ته پکار ده، چې نور وینه توئیدل ودروي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی په داسې  حال کې د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنه کوي، چې نن سهار هم په کابل کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند ضیا ودان او د هغه دوه همکاران په یوه چاودنه کې ووژل شو.