د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ د لګیدو له کبله لسګونه دکانونه سوځیدلي.
خلک وایي، پېښه تېره شپه د دولت له لوري د توغول شوې هاوان مرمۍ له کبله رامنځته شوې، چې میلونونه افغانۍ زیان یې اړولی.دوی وایي، د اورلګیدنې له کبله د لسګونو دکانونو توکي په بشپړ ډول سوځیدلي. د بدخشان د امنیه قومندانۍ ویاند ثنالله بیا وایي، د ارغستان ولسوالۍ دکانونه دهغه مرمۍ له کبله سوځیدلي، چې د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې وه.
طالبانو لاهم په دې تړاو څه نه دي ویلي.