سرور دانش د محقق ټاکنه پر ځای ګڼلې.
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وایي، په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر له لوري، د محمد محقق ټاکنه یو پر ځای اقدام دی. دی وایي، د سولې د پیاوړتیا او مشارکت د ټینګښت په برخه کې د محقق ګمارنه یو مهم فرصت دی.
نوموړي محمد مقق ته مبارکۍ ویلې اود روان سیاسی وضیعت یې په اړه یې خبرې کړي.
په سیاسي او امنیتي چارو کې د محقق د ټاکنې په اړه که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې دوه ورځې وړاندې راپورونه خپاره شوي، خو لا هم ارګ په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.