عمران خان: داعش د هند وسله واله ډله ده

عمران خان: داعش د هند وسله واله ډله ده


  • 3 کاله دمخه (11/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1170

د پاکستان صدراعظم عمران خان وایي داعش ډله د هند له ملاتړه برخمنه ده.

د پاکستان صدراعظم دغه څرګندونې بلوچستان کې پر هزاره توکمو وروستي مرګوني برید ته په اشارې کړي چې پړه یې داعش ډلې پر غاړه واخیسته.

عمران خان دغه راز تور پورې کړی چې د هند صدراعظم نریندار مودي غواړي د پاکستان حکومت کې کړکیچ رامنځته کړی خو زیاته کړې یې ده تر هغې چې نوي ډیلي د کشمیر د کورواک حیثیت د لغوه کیدو پریکړه بیرته نه وي اخیستي دغه هیواد سره خبرې ناشونې دي.

هند په ۲۰۱۹ کال تر خپل کنټرول لاندې کشمیر کورواک حیثیت لغوه کړ.