د کرونا ویروس د ۴۶ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۴۶ تازه پیښو ثبتیدل


  • 1 اونۍ دمخه (11/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 31

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په همدې موده کې د کرونا ویروس ۴۶ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت په وینا په یاده موده کې ۱۸۹ تنه له کرونا ناروغۍ څخه بیرته رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي د کرونا ویروس د تازه پیښو له ثبت سره په هیواد کې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۵۸۴ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۳۰۱ کسان مړه شوي او ۴۴ زره او ۱۳۷ تنه نور بیرته له کرونا ناروغۍ څخه رغیدلي  دي.