ایران وایي، دوی به له افغان سولې پروسې سره خپله همکاري ډېره کړي.

ایران وایي، دوی به له افغان سولې پروسې سره خپله همکاري ډېره کړي.


  • 4 کاله دمخه (12/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1115

ایران په افغان سوله کې د مرستو ژمنه کړې.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر کابل کې د ایران سفیر بهادر امنینیان سره کتلي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت وایي، دواړو لوریو په دې لیدنه کې، د افغانستان پر اوسني وضیعت، د سولې پر روانې پروسې، پر دوه اړخیزو همکاریو، له ایران سره د اړیکو د پراختیا برخه کې پر وروستیو پر مختګونو بحثونه شوي.

کابل کې د ایران سفیر امنینیان د سولې لپاره اوسنی رامنځ ته شوی فرصت مهم ګڼلی او ویلي یې دي، چې افغان حکومت او طالبان باید یو دایمي حل ته ورسیږي، ځکه د نوموړي په وینا د افغانستان امنیت د سیمې لپاره تر ټولو مهم دی. 

د ایران سفیر همدا راز ویلي، ایران او افغانستان تل یو له بل سره متقابلې اړیکې لري او د همدې اړیکو له مخې به ایران په افغان سولې پروسه کې خپله ټوله همکاري وکړي.

د افغان سولې لپاره د بهرني ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د هیواد د بهرنیو چارو وزارت له تیرو څو ورځو راهیسې خپلې هڅې پیل کړي او په دې لړ کې د ګڼو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د يپلو ماتانو سره یې ټیلفوني خبرې هم شوي.