خوست کې مدني فعالانو ددغه ولایت د ولایتي کمپلکس دروازه تړلې.

خوست کې مدني فعالانو ددغه ولایت د ولایتي کمپلکس دروازه تړلې.


  • 3 کاله دمخه (12/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1402

خوستیان له حکومته د ضیاء ودان قاتلین غواړي.

خوست کې سلګونه مدني فعالان او ځوانان له حکومته غواړي، چې د ضیاء ودان قاتلین پیدا او د قانون منګولو ته وسپاري.

د خوست مدني فعالان ددغه ولایت اداري کمپلکس مخې ته راټول شوي او د اداري کمپلکس دروازه یې د مامورینو پر مخ تړلې.

دوی پر حکومت نیوکه کوې، چې د خلکو د امنیت په ساتنه کې پاتې راغلی، خوستیان وایي، نور ورته د زغملو نه ده، چې هره ورځ دې وژل کیږي. دوی پر حکومت غږ وکړ، چې د ودان قاتلین دې په هر قیمت ونیسي.

د عامه ساتنې د ملي تصدۍ ویاند ضیاء ودان تیره ورځ په کابل کې د یو مقناطیسي ماین له کبله ووژل شو. که څه هم تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسؤلیت نه دی منلی، خو حکومت یې د قاتلینو د نیولو ژمنه کړې.