د اقینې – اندخوي ریل پټلۍ د چارو بشپړیدل

د اقینې – اندخوي ریل پټلۍ د چارو بشپړیدل


  • 3 کاله دمخه (12/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1351

د ریل پټلۍ ادارې د اعلان له مخې د اقینې – اندخوي د ریل پټلۍ چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به د افغان او ترکمنستاني چارواکو له خوا پرانیستل شي.

د یادې ادارې په وینا د اقینې – اندخوي ریل پټلۍ چې ۳۰ کیلو متره اوږدوالی لري د ریل پټلۍ د ادارې له خوا د ۳۰ میلیونه ډالرو په لګښت سره جوړه شوې.

د مسوولینو په وینا د ریل پټلۍ دغه لاره چې په اساسي توګه جوړه شوې په ورځ کې به سل ټنه سوداګریز توکي پکې لیږد را لیږد شي.

د یادونې وړ ده چې په دغه ریل پټلۍ کې د توکو د بار کولو، موټرو تم ځای او نښلونکي واټونه او احاطوي دیوالونه شامل دي.

ددغې ریل پټلۍ د جوړولو تړون یو کال مخکې د ترکمنستان د صنعت او اړیکو له وزارت سره لاسلیک شوی وو.