د معاشونو پر انډول د ولسي جرګې ټینګار

د معاشونو پر انډول د ولسي جرګې ټینګار


  • 4 کاله دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1169

د ولسي جرګې غړو د چهارشنبې ورځې امتیازي ساعت کې د دولتي کارکوونکو د معاشونو انډول د ولسي جرګې لپاره سره کرښه وبلله.

د ولسې جرګې غړي وایي تر څو چې حکومت د مامورینو، اجیرانو، ښوونکو، ټیټ پوړو کارکوونکو، سرتیرو او افسرانو په غوښتنه د معاشونو انډول ته پاملرنه ونه کړي ولسي جرګه به د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه تصویب نه کړي.

د ولسي جرګې رییس وایي چې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د انډول طرحه به د بودیجې له ۹۱، ۲۱ او ۲۵ کوډونو څخه اجرا شي.

ولسي جرګې تر دې وړاندې د دولتي کارکونکو د معاشونو د انډول لپاره طرحه تصویب کړې وه او د ۱۴۰۰ مالي کار د بودیجې سند کې یې د ځای پر ځای کیدو غوښتنه کړې وه.

که څه هم د معاشونو د انډول طرحه شاوخوا دوه کاله وړاندې تایید شوې وه خو تر اوسه عملي شوې نه ده.