په کور دننه بې ځایه شویو ته د ځمکو ویش

په کور دننه بې ځایه شویو ته د ځمکو ویش


  • 3 کاله دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1135

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت چارواکي وایي چې په هرات کې په کور دننه بې ځایه شویو کډوالو ستونزو ته د رسیده ګۍ لپاره کډه کاري ډله رامنځته کیږي.

د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزیر نورالرحمن اخلاقي هرات ولایت ته د سفر په لړ کط وویل چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د ۱۰۸ ګڼه فرمان پر اساس به په ټولو ولایتونو کې په کور دننه بې ځایه شویو ته ځمکې وویشي.

په ورته مهال د هرات والي وایي چې د کډوالو ستونزې یې له حکومت سره شریکې کړي او ټاکل شوې د حل لپاره یې اقدام وشي.

په ټول هیواد کې د جګړو د شدت له امله له ۷۰ زرو زیات کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي.