ویلسن: د موقت حکومت ملاتړ نه کوو

ویلسن: د موقت حکومت ملاتړ نه کوو


  • 3 کاله دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1214

کابل کې د امریکا سفارت ژاردافیر وايي چې هیواد یې په افغانستان کې د موقت حکومت پلوی نه دی او نه هم د موقت حکومت له تشکیل څخه ملاتړ کوي.

ویلسن پر خپل ټویټر لیکلي چې د سولې خبرو پایلې په افغانانو پورې تړاو لري او امریکا باور لري چې دغه پایلې باید د افغانانو د هیلو او غوښتنو منعکس کوونکې وي.

ویلسن دغه راز زیاته کړې چې نوموړي او زلمي خلیلزاد په دوحه کې د سولې خبرو اترو د چټکتیا په اړه خبرې کړي او دغو خبرو ته به تر هغو دوام ورکړي څو د سولې په اړه اندیښنې او لیدلوري واوریدل شي.

د نوموړي په وینا امریکا باوري ده چې د یوې سیاسي هوکړې له لارې د افغانستان ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او زیاتوي چې دغه سیاسي هوکړه باید دموکراتیک، یو موټی او مقتدر افغانستان تضمین کړي.

هغه دغه راز ویلي چې د سولې خبرو لومړی پړاو دوه کې مخ پر وړاندې یو ګام بلل کیږي خو اړتیا ده چې لا ډير کارونه وشي او ژر تر ژره تاوتریخوالي پای ته ورسیږي او اوربند وشي.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم د هغه د سیاسي مخالفینو له لوري د موقت حکومت له رامنځته کیدو سره مخالفت څرګند کړی وو او ویلي وو چې د نظام انقطاع نه غواړي او واک به منتخب حکومت ته ولیږدوي.