ولسمشر د کندهار کرنیز کمپلکس د پیل مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.

ولسمشر د کندهار کرنیز کمپلکس د پیل مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ.


  • 3 کاله دمخه (13/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1037

جمهوررئیس د کندهار کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. ولسمشر غني د کندهار د کرنیز کمپلکس د بنسټ ډبرې اېښودو مراسمو ته په وینا کې سعید، وزیرزي، پانګوالو او ټولو هیوادوالو ته د دغه کمپلکس مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، خصوصي سکتور چې په سختو شرایطو کې یې پانګونه کړې، د ودې او سوکالۍ ګډه ژبه لري. د امنیتي او دفاعي ځواکونو په څېر دوی هم د هیواد د اقتصاد او ویاړ ساتندویان دي.

جمهوررئیس غني وویل، د کندهار کرنیز کمپلکس جوړونکو سعید او وزیرزي ته به مډالونه او د کرنې وزارت مرستیال حشمت الله غفوري ته به لومړۍ درجه تقدیرنامه ورکړل شي. هر څوک چې له پنځوس میلیون ډالرو زیاته پانګونه وکړي، د نورو اسانتیاوو ترڅنګ به په جمهوري ریاست کې جوړېدونکي یادګاري څلي کې  د هغوی نومونه ولیکل شي.

جمهوررئیس وویل، د واضح طرحې په اساس باید پیسې په پانګه بدلې او د بزګرو، بڼوالو او ټولو عواید په اساسي توګه لوړ شي.

د کندهار کرنیز کمپلکس د سل میلیون ډالرو په ارزښت په شپږو پړاوونو کې په ۱۱۰۰ جریبه ځمکه د عینو مېنې صنعتي پارک کې جوړېږي چې د کارموندنې ترڅنګ د کرنیزې سوداګرۍ اډانه جوړوي. په هرات، بلخ، کابل او ننګرهار کې به هم دېته ورته کمپلکسونه جوړ شي.