د کرونا ویروس د بودیجې حیف او میل کیدل

د کرونا ویروس د بودیجې حیف او میل کیدل


  • 3 کاله دمخه (13/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1105

لویه څارنوالي وایي تازه په ۷ ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجې د حیف او میل کیدو په تړاو دوسیې ورته رسیدلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي په لوګر، خوست، بامیان، ډایکنډي، بغلان، پروان او کندز ولایتونو کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې بودیجې د حیف او میل په تړاو دوسیې ورته رسیدلي او په وینا یې یادې دوسې به له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له خوا وڅیړل شي.

د رسولي په وینا په مرکز او ولایتونو کې یې اړوندې کمیټې رامنځته کړي څو یادې دوسیې په چټکۍ سره تعقیب او بشپړې شي.

نوموړی وایي د یادو کمیټو له څیړنو وروسته به بشپړ جزیات د قانون په روښنایي کې خپاره شي.