افغانستان او ترکمنستان درې ګډې اقتصادي پروژې چې د اقینې – اندخوي د ریل پټلۍ، د ترکمنستان – شبرغان د بریښنا او نوري فایبر دی پرانیستلې.
ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ددغو درې پروژو پرانیسته د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا په برخه کې یو ستر ګام وباله.
ولسمشر غني وویل چې ددغو پروژو پرانیسته د سیمه ییز اتصال په برخه کې مهم ګام دی او دا ورته نورې پروژې به د افغانانو د ژوند د ښه بدلون او سیمې هیوادونو د وضعیت د ښه کیدو لامل شي.
ولسمشر دغه راز وویل چې نږدې راتلونکي کې به هیوادوال د نورو داسې پروژو شاهدان وي چې افغانستان به د سیمې پر څلورلارې بدل کړي.
د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف هم ددغو پروژو پرانیسته مهمه وبلله او وویل چې دغه پروژې به په افغانستان کې د کار او بهرنۍ پانګونې د جذب لپاره اغیزمنې وي.
هغه دغه راز وویل چې دغه ډول کارونه به د سیمې هیوادونو د امنیت په برخه کې اغیزمن او مهم رول ولري.