ناټو وایي، د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.

ناټو وایي، د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.


  • 3 کاله دمخه (16/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1098

ناټو ځواکونه وایي، نه پریدي، چې افغانستان یو ځل بیا د جګړو په مرکز بدل شي.

ناټو ځواکونه وایي، له افغان ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو. دوی د امریکا د هغې پریکړې په غبرګون کې، چې افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي، ویلي، افغانستان کې د ناټو ځواکونو دریځ کې لا هم کوم تغیر نه دی راغلی، د کابل په ګډون څلورو ولایتونو مې مرکزونه لرو او د افغان ځواکونو روزنې ته به ادامه ورکوو.ناټو وایي، سولې ته د رسیدو لپاره د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو او نه پریدو، چې افغانستان یو ځل بیا د جګړو او ترهګرۍ په ځاله بدل شي.

ناټو دغه څرګندونې په داسې مهال کوي، چې امریکا غواړي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو حضور صفر ته راښکته کړي.