د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ددغه ویروس ۴۶ تازه پیښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې ۳۱ تنه له کرونا ویروس څخه بیرته روغ شوي چې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۹۸۱ تنو ته ورسید.
د مسوولینو په وینا له دې ډلې ۴۵ زره او ۴۶۵ تنه له کرونا ناروغۍ څخه بیرته رغیدلي او دوه زره او ۳۳۹ تنه نورو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د مسوولینو په وینا وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د دویمې څپې کچه کمه شوې ده.