افغان ښځو په تیرو شل کلونو کې ژوند وپيژنده او هغه حقوق چې اسلام ورکړي او هغه ضرورت چې دا ټولنه او هېواد ورته لري، ترلاسه کړي دي.
د افغان ښځو لپاره په شل کلونو کې دومره چټک مزل اسانه نه و، خو زمینه ورته برابره شوه، زده کړې یې وکړې، حرفوي او لنډ مهاله روزنه یې ترلاسه کړه او دا یې وپيژندل چې ښځه یواځې د کور لپاره نه ده پيدا.
ښځو په تیرو کلونو کې وموندل چې په کورنۍ بار نه بلکې، د کورنۍ مټې دي او باید د کور د کارونو تر څنګ کورني اقتصاد کې هم پياوړی رول لوبوي.
د طالبانو ريژیم کې وضعیت څه ډول و؟
افغان ښځې د کور بلل کیدلې او بیرون وتل یې حتی په چادري کې ګناه او جرم بلل کیدل او د نارینه و تر کیبلونو لاندې راتللې.
تاسو به د طالبانو د وخت ډاکمنټریانې او مستند فلمونه لیدلي وي چې یوه ډله ښځې چې له کوره ضرورت پسې راوتلي وي، د طالبانو تر وهلو لاندې منډې وهي.
ځینې میرمنې وې چې کونډې وې، د کورنۍ سرپرست یې نه درلوده، هغه به له کوره وتله چې د بل چا کور کې کار وکړي، یا سوال وکړي چې د کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړي، خو د طالبانو د وسله والو له لوري ښار کې نه شوې ګرځیدلی.
ځینو افغان میرمنو به کور کې سرپرست نه درلوده، له کوره به د درملنې په موخه وتله ، یا به یې د کورنۍ کوم غړی ډاکټر ته وړلو چې د طالبانو تر ګوزارونو لاندې به راتللې.
ځینو میرمنو نارینه به په کورونو او یا بل ځای کې پټ و، د دې له خاطره چې طالبان یې مړه نه کړي، د هغوی میرمنې به د ضرورت وړ سودا پسې بازار ته نه شوې وتلی، که به ووتلې، د طالبانو تر کیبلونو لاندې به راتللې.
طالبانو دا هر څه د اسلام تر نامه لاندې کول چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوم یې ورکړی و، خو په اصل کې دا رفتار او کردار په اسلام کې ځای نه درلوده، افغان میرمنې ښار ته بربنډې نه وتلې، بلکې چادرې کې به وې، خو طالبانو په چادري کې هم د ګرځیدو اجازه نه ورکوله.
افغان نجونو باندې ښوونځي بند شوي و، هیڅ له دولس کلونو زیات عمر نجلۍ نه شول کولی چې ښوونځي ته لاړه شي او زده کړې وکړي، طالبانو له دولس کلونو د زیات عمر نجونو تګ، ښوونځي ته بې حیايي بلله.
په ښارونو او کلیو کې یا د نجونو ښوونځي نه و، یا که و هم اجازه نه ورکول کیدله چې نجونې زده کړې وکړي. طالبانو دا هر څه د دې لپاره کول چې شرعیت حاکم کړي، خو شرعیت کې ښځې د زده کړو اجازه لري.
کابل کې اکثره میرمنې له لوږې شپې شپې تیري کړي دي، ځکه دوی سرپرست نه درلوده او بیرون طالبانو نه پريښودلې چې یا ګدایي وکړي او یا کار وکړي، د طالبانو په ريژیم کې دومره پيسې هم نه وې چې د بې وزلو خلکو لاسنیوی وکړي.
خو اوس چې شل کاله تېر شوي دي، افغان ښځو ژوند لیدل او حقوق یې ترلاسه کړي دي، هیڅکله او په هیڅ بیه حاضر نه دي چې دا هر څه د طالبانو په خوښه د سولې په نوم له لاسه ورکړي.
اوس زرګونه میرمنې کاروبارونه لري، سلګونه زره نورې میرمنې دندې لري، سلګونه زره نجونې زده کړو ته ځي، که طالبان په دې فکر وي چې دا هر څه به له یوې مخې له منځه یوسي او ټولې ښځې به په کور کړي، هیڅوک یې ورسره نه مني.
ځکه اوس مالومه شوه چې هغه مهال چې د طالبانو مشران افغان ښځې د امر بالمعروف په نوم کور کې کینولې وې، خپلې لوریانې یې په کالجونو او سکولونو کې شامل کړې وې او زده کړې یې کولې.
افغان ښځې به هیڅکله شل کاله تېر ته و نه ګرځي او نه به د طالبانو د ريژيم وضعیت قبول کړی، میرمنې حق لري چې دنده وکړي، کار وکړي او بالاخره د کورنۍ لپاره بار نه بلکې د کورنۍ لپاره د روزۍ ګټلو وسیله وګرځي