ملابرادر دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي.

ملابرادر دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي.


  • 3 کاله دمخه (17/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1198

طالبان لاهم د خپلو بندیانو په خلاصون ټینګار کوي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ ویلي، دوحه کې طالب پلاوي له زلمي خلیلزاد او میلر سره کتلي. د نعیم په خبره په دې لیدنه کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي رئیس او ورسره پلاوي له خلیلزاد سره د افغان سولې پر سر خبرې کړي. نعیم زیاته کړې، چې دواړو لوریو د امریکا او طالبانو د هوکړې پر تطبیق، ددطالب بندیانو په خلاصون او له تور لیسته د طالب مشرانو په وتلو ټینګار کړی.

نعیم ویلي، ددوحې د هړکړې د موادو د عملي کولو برخه کې اړین ګامونه نه دي اخیستل شوي.

طالبان داسې مهال له خلیلزاد سره لیدنه کوي، چې د ځینو راپورونو پر بنسټ څو ورځې کیږي، چې دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي او طالبانو ترمنځ ناسته نه ده شوې.