د اسټرالیا له لومړي وزیر سره د غني خبرې

د اسټرالیا له لومړي وزیر سره د غني خبرې


  • 4 کاله دمخه (18/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1217

ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د اسټرالیا له لومړي وزیر سکاټ موریسن سره ټیلفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د افغانستان او اسټرالیا د دوامداره اړیکو او افغان سولې بهیر په تړاو خبرې وکړې او دواړو لورو په افغانستان کې د طالبانو له خوا روان تاوتریخوالی غندلی دی.

خبرپاڼه د اسټرالیا د لومړي وزیر له قوله وایي چې طالبان باید اوربند چې د افغانانو غوښتنه ته ومني او په هیواد کې روانې هدفي وژنې یې وغندلې.

سکاټ موریسن دغه راز ویلي چې اسټرالیا د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر څخه چې هغه کې د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې او ارزښتونه خوندي شي ملاتړ کوي.