پرماشومانو دشعر او کیسې اغېزې


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • حسیب الله(نور) شینواری
  • 1308

کله چې موږ دماشوم داړتیاوو او حقونو په هکله فکرکوو، نو ډیری دکومو څېزونو په هکله فکر کوو؟
بې له شکه، کله چې دا پوښتنه رامنځ ته کیږي، موږ ډیری دماشومانو داساسي اړتیاوو، لکه : خواړه، اوبه، اوسیدنځای اودهغوی دروغتیا په هکله فکر کوو، خو ددې لپاره چې وکولای شو  ماشومان دیوه روغ ځوان په توګه وروزو، ترڅو وکولای شي ټولنیزې مثبتې اړیکې رامنځ ته کړي، ټولنې ته ګټور واقع شي، دځان اونورو پالونکي او ساتونکي وي، مثبت ارزښتونه اودسلامتیا احساس په خپل ځان کې وروزي او دیو سالم انسان په توګه پرمختګ وکړي، نو ځینې نورې اړتیاوې هم شته چې باید پوره پاملرنه ورته وشي.
هغه دماشومانو رواني، ټولنیزې او فکري اړتیاوې دي
چې پدې لړ کې دماشومانو سندرې، دماشومانو کیسې، دماشومانو فیلمونه او دماشومانو خبرو ته غوږ نیول اود هغوی ته دا احساس ورکول، چې دهغه خبرې دټولنې دنورو وګړو په شان ګټورې دي.
بحث ډیر نه اوږدوم او خپلې اصلي موضوع ته راګرځم چې شعر او کیسه پر ماشومانو څه اغېز لري؟
شعر او کیسه پرماشومانو دوه اړخیزې اغېزې لري
۱ـ ښوونیزې اغیزې: ډیری خلک داسې فکر کوي چې شعر او کیسه دماشومان وخت ضایع کوي اود هغوی دښوونځي د لوست مخنيوی کوي، یعنې دوی داسې وایي چې ددې پرځای چې ماشومان کیسو لوستلو ته هڅوو، نو ولې یې د ښوونځي درسونو ته نه هڅوو.
خو خبره داسې نه ده همدا کیسې او شعر دماشومانو سره دهغو په ښونیز اړخ کې هم ډیره مرسته کوي دا سمه ده چې دماشوم اصلي دنده سبق ده، خو یوازې سبق ماشوم ستړی کوي اود هغه زړه له زده کړې توروي. اوس راځو دیته چې شعر او کیسه په ښوونیز اړخ کې پر ماشومانو څه اغېزې ښندي؟
 دلوست دمهارت پیاوړتیا: دا یوه جوته خبره ده چې هر څه په تمرین سره پرمختګ کوي، نوهر کله چې ماشومان د شعر یا کیسو کتابونه لولي هغوی دبېلا بېلو جملو او کلمو سره مخامخ کیږي او هغه لولي، کیدای شي چې داسې کلمې هم وي چې دهغو لوستل دماشومانو لپاره ډیر ستونزمن وي، خو په بیا بیا لوستلو سره دهغو ژبه دداسې کلمو دتلفظ سره بلدیږي او ژبه یې پرې اوړي.
همدارنګه دکیسو او شعرونو دکتابونو په لوستلو سره ماشومان پدې پوهیږي، چې کوم ځای باید جمله پای ته ورسي، دلیک نښې نښانې وپېژنې، دهغو په ګټو پوه شي او په راتلونکې کې کې یې په خپلو لیکنو کې استعمال کړي.
 دلیک دمهارت پیاوړتیا: پرماشومانو دکیسو او شعرونو یوه بله ښوونیزه اغېزه داده، چې دهغو دلیکلو مهارت پیاوړی کیږي. لکه څنګه چې لیک یو انځور دی،  نو کله چې ماشومان دکېسو او یا شعرونو کتابونه لولي دا انځورونه یې په ذهن کې پاتې کیږي. او بیا کله چې دوی ددې توان پیدا کوي چې یو څه ولیکي، نو له هماغه انځورونو چې ددوی په ذهن کې پاتي دي ګټه اخلي او هره کلمه څنګه چې لیکل کیږي لیکي.
دلیک په مهارت د کیسو او شعرونو بله اغېزه داده چې موږ دیو ستر مفهوم دبیانولو لپاره ډیرې لنډې، خوږې او مناسبې کلمې پېژنو او کولای شو چې ډیر مطلب په لنډو جملو کې ډیر خوندور بیان کړو.
 په جملو کې دکلمو دځای پېژندل: ماشومان دکیسو او شعرونو په لوستلو سره پدې پوهیږي چې کومه کلمه کله او په کوم ځای کې په جمله کې راوړل شي. کلمې څنګه سره وګنډل شي ترڅو خپل مطلب پوره ورسوي او جمله پر لوستونکي ذهني بوج رانه ولي.
 دلغتونو دزیرمې پراختیا: دکیسو او شعرونو پرمهال موږ دډیرو داسې کلمو سره مخامخ کیږو چې پخوا مو لیدلې هم نه وې، کله چې ماشومان هم کیسې او شعرونه لولي نود ډيرو داسې لغتونو سره مخامخ کیږي چې پخوا یې نه وو زده اود کوم مشر څخه دپوښتنې په واسطه یې اوس په مانا وپوهیدل. خو هو باید دماشومانو په کیسو او شعرونو کې ډیر مغلق لغتونه ونه کارول شي او یا هم داسې نه چې دیو عام لغت پرځای یو نه استعمالیدونکی لغت وکارول شي.
پرماشومانو دکیسې او شعر رواني، فکري او ټولنیزې آغېزې:
 کیسه لوستل له ماشومانو سره مرسته کوي، چې د امید  او مصؤنیت احساس وکړي، په ځانګړي ډول کله چې ناوړه اشخاص ماته وخوري اودستونزو لپاره دحل غوره لارې او شرایط پیدا شي.
کله چې ماشومان کیسه لولي نو ځان ته داتل په ایینه کې ګوري، نو کله چې په کیسه کې  دکیسې اتل ته د ستونزو دحل غوره لارې پیدا شي او دکیسې ناوړه اشخاص دخپل جرم په سزا ورسي دلته ماشومان دژوند لپاره هیله مند کیږي اود امنیت احساس پیدا کوي.
 کوچنیان له کرکټرونو څخه په ګټې اخیستنې سره ځینې داسې مسایل پېژني، چې هغوی ته پیاوړی حس وربښي، لکه(زړورتیا،کوښښ ...)
کله چې ماشومان په یوه کیسه کې لولي چې دکیسې اتل له ډیرو کوښښو وروسته خپلې موخې ته رسي او یا له ډیرې زړورتیا له امله خپل مقصد ته رسیږي، نو دلته ماشومانو ته هم داسې حس پیدا کیږي چې په ژوند کې هر څه ممکن دي, خو دهغو لپاره څه کول پکار دي.
 ماشومان کولای شي بې له دې چې ځان څرګند کړي په یوه کیسه یا شعر کې خپل احساسات بیانولای شي.
ځنې وخت دماشومانو په زړونو کې ځینې داسې مسایل وي چې دهغو په بیانولو شرمیږي یا ویریږي، که ماشومان دکیسې یا شعر لیکلو غښتلتیا ولري کولای شي خپل احساسات په ډیرښه ډول په خپله کیسه یا شعر کې بیان کړي.
 شعراو کیسه لیکنه دماشومانو ابتکار او نوښت هڅوي.
کله چې ماشوم ددې پیاوړتیا پیدا کړي چې یوه کیسه ولیکلی شي یا شعر ولیکلی شي، نو دماشومانو هغه پټ نوښت او ابتکار چې په هغو کې پروت دی، رابرسیره کیږي اود هغو دنوښت لپاره دپرمختګ لاره پرانیستل کیږي.
 دکیسې او شعر لوستل او لیکل دماشومانو ټولنیزو اړیکو ته پراختیا وربښي اوهغوی له ټولنیزو اصولو او قوانینو سره اشنا کوي.
کله چې ماشومان کیسه لولي، نو هغو له ډیرو داسې ټولنیزو اصولو، قواعدو او دودونو سره مخامخ کیږي چې په ټولنه کې شتون لري او هغو ته پاملرنه د یو ټولنیز شخص په توګه اړینه ده، نو مخ کې له دې چې ماشومان په ټولنه ورګډ شي دټولنې اصول ز ده کوي .
 کیسه او شعر لوستل یا لیکل ماشوم فکر کولو ته هڅوي، دلته دی چې ماشوم هغه څه درک کوي چې پخوا ورسره  اشنا نه و.
کله چې موږ یو څه لولو یا یې لیکو، نو ضرور به دهغو په اړه یو څه فکر کوو، ترڅو دلوستل شوې جملې مانا درک کړو یا که څه لیکو نو مخکې له دې چې ویې لیکو نو لومړی باید دهغې په اړه فکر وکړو ترڅو سم او مناسب راشي.
ماشوم هم کله چې څه لولي نو دهغې په اړه فکر کوي ترڅو دهغې اصلي مانا درک کړي دلته دماشوم دتفکر قوه پیاوړې کیږي او د ژوند په هر ډګر کې کولای شي د مسایلو په اړه ښه فکر وکړي.
 دکیسې یا شعر لیکلو پرمهال ماشوم ځان دشخصیتونوپه  قالب کې احساسوي اود هغه دعزم قوه پیاوړې کیږي.
کله چې ماشوم پدې توانیږي چې څه ولیکي، نو دخپل ځان د پیاوړتیا او غښتلتیا احساس ورته پیدا کيږي، ځان ورته دټولنې دکامیابو اشخاصو په کتار کې معلوميږي، هغه دا احساس پیدا کیږي چې دې هم کولای شي دنورو کامیابو وګړو په څیر خپل مقصد او مرام ته ورسیږي.
دا یو څرګند حقیقت دی هر څه چې مثبت اړخ لري منفي هم لري، کیسه او شعر برسیره پردې چې پورته مثبتې اغېزې لري، خو له ځانه سره یو څه منفې اغېزې هم لري په لاندې توګه ورته نغوته کوو .
• هغه کیسې او داستانونه چې په هغې کې ناوړه وګړي دخپل جرم په سزا نه وي رسیدلي او همداسې بریالي پاتې وي.
کله چې ماشومان کیسه لولي او یایې ګورې نو ځان د کیسې دقهرمان په آینه کې ګوري او همدا غوښتنه کوي چې ناوړه اشخاص باید ماتې وخورې او دستونزو لپاره دحل غوره لاره پیدا شي، خو که چیرې ماشوم یوه داسې کیسه لولي چې په هغې کې د کیسې قهرمان خپل مرام ته نه وي رسیدلی یا ناوړه اشخاصو دخپل جرم سزا نه وي لیدلي او همداسې بریالي پاتې وي یا د ستونزو لپاره دحل کومه غوره لاره نه وي پیدا شوي، نو دلته ماشوم د کیسې د قهرمان دکرکټر پرځای چې یو مثبت کرکټر دی، د کیسې دناوړه اشخاصو کرکټرغوره کوي، ځکه هغه ویني چې ناوړه اشخاص تر پایه همداسې سر لوړې پاتې دي او مثبت اشخاص سره له ټول کوښښه بیا هم ناکامیږي.
• همدرانګه له کیسو او شعرونو سره دماشومانو ډیره مینه ماشومان له خپلو سبقونو څخه لرې کوي.
کله چې ماشومان دکیسو او شعرونو سره ډیره مینه پیدا کړي، نو هغو خپلو اصلي درسونو ته شا کوي او خپل دښوونځي اصلي سبقونه ترې پاتې کیږي او خپل ټول وخت په کیسو او شعر ویلو یا لیکلو تیروي.