افغانستان کې لس میلیونه ماشومان جدي مرستو ته اړتیا لري.

افغانستان کې لس میلیونه ماشومان جدي مرستو ته اړتیا لري.


  • 4 کاله دمخه (19/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1275

افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب اداره وايي،  لس میلونه افغان ماشومان جدي مرستو ته اړتیا لري. ددغې ادارې د معلوماتو له مخې،د افغانستان تر ۱۸ میلیونه زیات وګړي چې ۹،۷ سلنه یې ماشومان دي د ژوند ژغورنې لپاره جدي مرستو ته اړتیا لري. د ماشومانو د خوندیتوب اداره وایي، د ژمي په رارسیدو سره ډیر افغان ماشومان د یخنۍ له کبله د ناروغۍ او ان د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

دغه اداره، په افغانستان کې، جګړې، نامنۍ او فقر هغه ستونزې یادوي، چې افغان ماشومان ورسره لاس او ګریوان دي.

د ماشومانو د خوندیتوب ادارې په نورو نړیوالو مرسته کونکو ادارو هم غږ کړی ترڅو د افغان ماشومانو ژوند د مرګ له ګواښ څخه وژغوري.

دغه اداره یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې په کور دننه، هره ورځ د یوې کورنۍ د نفقې ګټلو غړي وژل کیږي.