زبیح الله مجاهد وایي، د دوستم کړنې نمایشي دي.

زبیح الله مجاهد وایي، د دوستم کړنې نمایشي دي.


  • 3 کاله دمخه (19/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1160

 

 

زبیح الله مجاهد وایي، فاریاب او جوزجان به د دوستم له عسکرو پاک کړي.

د طالبانو ویاند زبیح الله مجاهد ویلي، په فاریاب او جوزجان کې ددوی ګڼ شمیر وسله وال شتون لري او ډېرې سیمې یې په واک کې دي، چې ژر به یاد ولایتونه ددوستم له عسکرو پاک کړي.

نوموړي د ولسمشر د پخواني مرستیال مارشال دوستم، دهغه څرګندونو په غبرګون کې، چې خپلو وسله والو ته یې ویلي وه، چې د طالبانو پر وړاندې باید شدیده جګړه وکړي، ویلي ددوستم کړنې نمایشي او بې اساسه دي.

تېره شپه دوستم او د هغه لسګونه جنګیالیو د فاریاب په قرمقول ولسوالۍ کې د طالبانو خلاف جګړه پیل کړې او په وینا یې چې یو شمېر سیمې یې له وسله والو طالبانو څخه نیولي هم دي؛ خو طالب ویاند بیا له یادو سیمو د دوستم د عسکرو د ژر په شا کیدو خبره کوي او وایي، یادې سیمې به ډیر ژر د دوستم له عسکرو پاکې کړي.