د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي ددغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د موټرسایکل بم چاودنې له امله ۱۰ تنه ټپیان شوي.
د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد وايي دغه چاودنه د ترینکوټ ښار غازي امان الله خان څلورلارې کې رامنځته شوې چې په وینا یې له امله یې د پولیسو یو شخصي موټر زیانمن شوی او ۱۰ تنه ټپیان دي.
د شیرزاد په وینا ددغې پیښې په ټپیانو کې دوه پولیس، یوه میرمن او یو ماشوم هم شامل دي چې په وینا یې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
ددغې چاودنې پړه تر اوسه چا پر غاړه نه ده اخیستې.