اروپایي ټولنه له افغان سولې پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

اروپایي ټولنه له افغان سولې پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.


  • 4 کاله دمخه (19/01/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1364

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اروپایي ټولنې د نړیوالې همکارۍ کمیشنرې جوتا اوپیلاینن سره ټیلفوني خبرې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې ټیلفوني خبرو کې د سولې پروسې پر روان بهیر، پرمختګونو او د سولې برخه کې پر خنډونو خبرې کړي. کمیشنرې اوپیلاینن ویلي، په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د جدي اندیښنې وړ دی، دواړه لوري باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅه وکړي. نوموړې همدا راز زیاته کړې، چې اروپایي ټولنه به د افغان سولې پروسې څخه بشپړ ملاتړ کوي. نوموړې د تل پاتې سولې لپاره اوربند یو مهم شرط یاد کړی.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت، په دې وروستیو کې د افغان سولې پروسې څخه د بهرني ملاتړ د قوي کیدا په موخه خپلې هڅې چټکې کړي.