طالبان سوله نه د بندیانو خوشې کیدل غواړي

طالبان سوله نه د بندیانو خوشې کیدل غواړي


  • 3 کاله دمخه (19/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1154

د دولت د مذاکراتي پلاوي غړی محمد امین احمدي وایي طالبان په دې فکر کې دي چې د جګړې د پای ته رسیدو او اوربند په اړه د افغانانو او دولت د غوښتنې په پام کې نیولو پرته د امریکا په واسطه د خپلو بندیانو خوشې کول عملي کړي.

احمدي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي طالبان د سولې خبرو ته لیوالتیا نه لري او نه هم د عادلانه او ټولشموله سولې په تړاو فکر کوي.

نوموړی وایي د دولت لومړنۍ غوښتنه اوربند دی او چمتو دی چې د طالبانو د ټولو غوښتنو په تړاو بحث وکړي.

که څه هم د سولې خبرو اترو دویم پړاو پیل شوی خو ټکنی پر مخ ځي.

بل لورته سرچینې وايي چې طالبان د خپلو زندانیانو پر خوشې کیدو ټینګار کوي خو دولت او امریکا د طالبان بندیانو خوشې کیدل رد کړي دي.

د زلمي خلیلزاد او ملا غني بردار په وروستۍ لیدنه کې طالبانو ددغې ډلې د بندیانو پر خوشې کیدو ټینګار کړی دی او هڅه کوي د دوحې تړون له مخې د دوي نور بندیان هم خوشې شي.

د سولې خبرو اترو د دویم پړاو له پیل وروسته د افغان ځواکونو پر وړاندې د وسله والو طالبانو بریدونو زور اخیستی دی.