د اسلامي پراختیایي بانک رئیس دوکتور بندر حجار د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره کتلي.
دواړو لوریو په دې لیدنه د اسلامي پراختیایي بانک پر فعالیتونو خبرې کړې. د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې حجاز په دې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان کې به لا ډېرې پراختیایي پروژې پیل کړو. نوموړي ويلي، افغانستان ته به د څېړنې یو ټیم لیږي او د همدې ټیم د ارزونې پر بنسټ به دلته پروژې پلې کوي.
حنیف اتمر هم ددغه بانک له کارونو مننه کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې یاد بانک په افغانستان کې د لوړو زدکړو، تعلیمي سیستم، اوبو لګولو سیستم او حمل او نقل برخه کې مرسته وکړي.