امریکا کې د ټاکنو ګیلې او ناندرۍ لا هم روانې دي

امریکا کې د ټاکنو ګیلې او ناندرۍ لا هم روانې دي


  • 3 کاله دمخه (20/01/2021)
  • عزت الله شمسزی
  • 1621

امریکا کې د ټاکنو ګیلې او ناندرۍ لا هم روانې دي. خو ولس یې سیاسي مبارزه په توره او ټوپک نه کوي.‌

نن د سه شنبې ورځ‌ ډانلډ ټرمپ دخدای پامانۍ بیانیه ورکړه او له دې سره جو بایډن هم لږ د ارامۍ ساه واخیسته.‌ دا په دې چې ان تر دا وړمه ورځ هم خلک ډارېدل، ځکه له پټو سرچینو مسیجونه خپرېدل چې د ټرمپ پلویان چې زیاتره یې وسلې هم لري ښایي ورانی وکړي. تر دې دمخه واشنګټن کې تاوتریخوالي هم خلک ویرولي وو او بیا ورپسې ژورنالېستانو د ټرمپ د یوه پټ مجلس خبرونه خپاره کړل چې په غالب ګومان د پوځي حکومت د اعلانولو وړاندیز هم ورته شوی و.‌

ښه نو بیا څه وشول؟ 

د واشنګټن په مظاهره او تاوتریخوالي کې چې چا برخه اخیستې وه، هغه کسان زیاتره نیول شوي او د نورو لټه هم روانه ده. د خبرونو په اساس زیاتره یې کیدای شي محکمه او زندان ته ولېږل شي. 

د MyPillow د کمپنۍ رئیس مایکل لېنډل چې دخبرونو پر اساس دا تېره جمعه یې ټرمپ ته د پوځي حکومت د جوړولو او د قدرت د نه خوشې کولو وړاندیز کړی و هم له سختو ستونزو سره مخ شوی. نن یې رسنیو ته ویلي‌ چې د امریکا ډېرو مشهورو مغازو اعلان کړی چې نور به ددې کمپنۍ تولیدات نه خرڅوي. 

تر دې مخکې د پارلر په نامه یو اپ چې د ټرمپ ډېر پلویان یې تعقیبوي له اېپل او امازانه لرې شوی و، او د ټرمپ له ټویټره خو ټول خبر یاست چې ډیلیټ شوی دی. 

ویل کېږي چې نن ټرمپ له خپلو وکیلانو سره د بخښنې او معافیت په موضوع خبرې کړي چې که وکولی شي ځان او د کورنۍ غړو ته د معافیت فرمانونه ورکړي خو وکیلانو له دې کاره منع کړی دی. 

لنډه دا چې ولس هرڅه څاري، چې څوک پل غلط په لاره ږدي ولس یې په مقابل کې غبرګون ښیي او په خپل کار یې پښیمانوي. 

د افغان ولس د ویښېدو په هیله