د روڼټیا څار اداره: د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه نا سمه ده

د روڼټیا څار اداره: د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه نا سمه ده


  • 3 کاله دمخه (20/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1115

د روڼتیا څار اداره د نویو موندنو په اعلان سره ویلي چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه د بنسټیزو اصلاحاتو د نه موجودیت ، بې انډولۍ او نورو ورته مسایلو له امله ناسمه ده.

ددغې ادارې موندنې ښيي چې حکومت او پارلمان حکومت او پارلمان د خلکو اړتیاو ته د لومړتیوب ورکولو پر ځای د بنسټیزو اصلاحاتو پر وړاندې دریږی.

د روڼتیا څار ادارې رییس سید اکرام افضلی وایي چې پراختیايي بودیجه په متوازن ډول نه ده جوړه شوې، بلکې د تخصیص اساس یې د سیاسیونو ګټې تشکیلوي.

د یادې ادارې د مسوولینو په وینا د قانون له مخې د بودیجې احتیاطي کودونه نه باید له درې سلنه زیات وي چې په وینا یې له یوې لسیزې راهیسې احتیاطي کودونه له درې سلنه زیات وو.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۰ مالي کال د بودیجې طرحه د دویم ځل لپاره د ولسي جرګې له خوا د نا انډولۍ له امله رد شوه.